اسلام آباد۔16اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ډنمارك خپل همڅنګ جیب کوفوډ سره ټېلېفوني تماس نيولے۔ د خارجه دفتر له مخې د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د افغانستان په صورتحال او منطقه كښې د امن په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان ډنمارك سره خپلو اړخيزه اړيكو ته خصوصي اهميت وركوي او د ګرين همكارۍ په اړه د ډنمارك لخوا مونږ سره شوې مرسته د ستائنې وړ ده۔ هغه ووئيل د پاكستان او ډنمارك ترمينځه د ګرين همكارۍ زر تر زره بشپړېدو ته سترګې په لار يؤ۔ پاكستان كښې د امنيت صورتحال د اطمينان وړ دے۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل مونږ هيله لرؤ چې د ډنمارك حكومت به د روانې وضعې تر مخه “ټرېول اېډوائزری” ته بيا كتنه وكړي۔ هغه ووئيل مونږ د منطقې د صورتحال ادراك لرؤ۔ خارجه وزير ووئيل كوم بل هېواد د افغانستان په تل پاتي امن كښې د پاكستان نه زياته خوښي نه لري۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د ډنمارك حكومت په خواست تېره شپه 431 افغان وګړو ته اسلام آباد څخه د راهدارۍ آساني وركړې شوې او دوي سره به ډنمارك ته په تللو كښې مرسته كولې شي۔ د ډنمارک خارجه وزير جېب كوفوډ د خېر سګالۍ دا جذبه ستائلو سره د خارجه وزير او د پاكستاني مشرتابه د زړه د كومي نه مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د افغان ډلو لچك نه لرونكې رويې د لاسه وضعه پېچلې شوه۔ افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو ناڅاپي وتلو غېر يقيني صورتحال رامخې ته كړو۔ په روانه وضعه زمونږ پرله پسې نظر دے۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان افغانستان څخه د ډپلومېټک او نړيوالې كميونټۍ ويستلو له مرسته كوي۔ نړيواله ورورولي افغانستان كښې امن غواړي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل افغان مشرتابه له به د دې موقعې نه بشپړه ګټه پورته كول وي۔ هغه ووئيل د افغان مسئلې تل پاتې حل له خبرې اترې يوازينۍ لار ده۔ هغه ووئيل مونږ په هغه مخالفو عناصرو نظر لروو كوم چې افغانستان كښې اړے ګړے ٬ ناامني غواړآ او د امن هڅې له مينځه وړل غواړي۔ خارجه وزير د ډنمارك خپل همڅنګ جیب کوفوډ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
Sabzazar case: LHC dismisses acquittal plea of ex-CM Sharif
-
Five influential men allegedly gang-rape minor girl in Chak, Punjab
-
میثة بانکنج: أ كبير في العالم العربي
-
ḥaṫs pīn: ʿAlīm al-ħāṡis
-
کافگین: جولاییهای به نام کا
-
قسم: یاپرداروڈا کے چیلز
-
Captain Hooloo Season 4
-
كا: الحافة من السيف
-
کا پہیہ: ایک کہانی عائلی و اخلاقی
-
قسم کا پہیہ: ایک عصری میں ابروکارلز۔
-
BONANZA: The Ultimate Adventure Experience
-
Boonahz: அர்ன்ற வெளிநாடுகளில் ஒரு சிறந்த சுறணை